زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/10/05 - 03:47:5
زيارة: 223
مشاركة مع الـأصدقاء

روسیه به ژر طالبان له تور لیسته وباسي
 روسیه به ژر طالبان له تور لیسته وباسي

انصار: ( د تلی ۱۴ مه)، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هیواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لیسته وباسي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

تر دې وړاندې د روسیې د امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف هم ویلي و چې هیواد یې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه “بیاکتنه بشپړه کوي.”

الکساندر بورتنیکوف وویل، دا به غوره وي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې او نورو ترهګرر ډلو پر ضد د جګړې لپاره ښه دا ده چې له طالبانو سره تماس ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودنکو کابو دوې اوونۍ وړاندې ویلي و چې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د ایستلو پروسه به “چټکه نه وي.”

 هغه وویل، “د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو لرې کول د هیواد په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.”

د روسیې له دولتي خبری اژانس ریانویستي سره په مرکه کې اندرې روډینکو روښانه کړه چې پروسه ګړندۍ نه ده ځکه چې دا د روسیې په قانون کې بدلون ته اړتیا لري.

روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د چیچنیا د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لیست کې شامل کړل.

په وروستیو کې قرغزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لیستونو وایستل خو تراوسه د دغو درو هیوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال د مې په ۲۹مه تاشکند ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی یوه بله پوښتنه ده، خو «موږ باید له هغوی سره په یو ډول خبرې وکړو.»

پوتین له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره د سلا مشورو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ د خپلو شریکانو او ملګرو نظریات په پام کې نیسو او په دې اړه به همغږی وکړو.»

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33761






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم